د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: پوليسو د نهه کلنې جينۍ په وژنه تورن کس نيولی


لاهور کې د ماشومانو د ځورونې ضد مظاهره
لاهور کې د ماشومانو د ځورونې ضد مظاهره

د خېبر پښتونخوا پوليسو په نوښار کې تېره اوونۍ د يوې نهه کلنې جينۍ د وژنې په تور يو کس نیولی دی.

د مردان پوليسو مرستيال مشر محمد علي خان نن [جنورۍ لومړۍ نېټه] خبريالانو ته وويل چې نيول شوی کس ۲۱ کلن دی او پر هغه دا تور هم دی چې دغه ماشومه يې تر وژلو مخکې د جنسي تېري ښکار کړې.

د دې جينۍ مړی د ډېسېمبر پر ۲۷مه د نوښار په نوي کلي کې په يوه هديره کې موندل شوی و.

په همدې حال کې د نوښار پوليسو مرستيال مشر منصور امان پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دوی ۲۰ کسان په بېلابېلو جرمونو کې د تړاو په تور نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG