د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټرانو د خپل هړتال لا پراخولو اعلان وکړ


پېښور کې د ډاکټرانو هړتال روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:27 0:00

پېښور کې د ډاکټرانو هړتال روان دی

په خیبر پښتونخوا کې ډاکټرانو او د صحت څانګې نورو کارکونکو له ننه د خپل هړتال لا پراخولو اعلان کړی دی. دا پرېکړه لوی روغتیا اتحاد (ګرانډ هیلت الاینس) په هغه غونډه کې کړې چې پر اتوار په پېښور کې وشوه.

د دې اتحاد یوه مخکښ ډاکټر محمد یاسر بېګا مشال راډیو ته وویل چې دوی به اوس د سرکاري روغتونونو د حفاظتي ستنو او واکسینو په څانګو کې کار نه کوي.

دی زیاتوي په غونډه کې ډاکټرانو، نرسانو، روغتیاپالو او نورو کارمندانو په یوه خوله دا پرېکړه وکړه چې د ګوزڼ په ګډون د نورو حفاظتي ټکو په کمپېن کې به برخه نه اخلي.

د خالي/شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې ډاکټرانو د حکومت لخوا د صحت محکمې په څانګه کې د نوي قانون راوستو پرضد احتجاج کړی وو او پر دې مهال په ليډي ريډنګ روغتون کې له پولیسو سره لاس او ګرېوان کې ځینې ډاکټرانو په لښتو وهل شوي او اوښلن ګېس پرې پاشل شوی وو. د مشال راډيو خبریال وايي، یوشمېر یې نيول شوي هم دي.

ډاکټران وايي ضلعي صحت محکمې او علاقايي صحت محکمې لپاره نوی قانون راوړل شوی چې پکې روغتونونه شخصي کول کېږي او کارمندان به پکې سرکاري نوکران پاتې نه شي ځکه خو یې پرضد راوتلي دي. خو حکومت وايي دا اصلاحات یې د خلکو د ښېګړې لپاره راوړي دي خو د درګۍ یوه ډاکټر جاوېد بیا له ډیوه راډيو سره په خبرو کې نوی حکومتي قانون پر ولس بوج وباله.

د نوموړي په وینا، "وړاندې به که مريض او پي ډي ته راغلو هغه به ۳۵ روپۍ د اېکسری ورکولې اوس هغه تر نوي قانون لاندې ۲۵۰ روپۍ ورکوي، دغه رنګ د الټراساونډ فيس ۵۰۰ روپۍ شوې دي."

د ډاکټر جاوېد په خبره، " د نوي حکومتي قانون اړولو لپاره له وزيراعلی او نورو چارواکو سره له څلورو مياشتو راهسې خبرې کولې خو موږ ته هېڅ څرګند جواب نه ملاوېدو بلکې په تياره کې ساتل شوي وو. ځکه خو یې احتجاج وکړ او تر هغو به یې کوي چې حکومت خپله فیصله نه وي اخيستې. "

يو بل ډاکټر فهيم خان چې په خېبر ټيچينګ روغتون کې خدمات ترسره کوي وايي: "دوي ځکه د دغه قانون پرضد دي چې په دې کې به روغتونونه نجي شي ،کار کوونکي به يې شخصي شي، يو بورډ به جوړ شي د هسپتالونو لپاره او سياسي مداخلت به پکې پیل شي."

بلخو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې په هر صورت به د صحت په څانګه کې د اصلاحاتو لپاره راوړل شوی قانون عملي کوي. نوموړي زیاته کړه، سرکاري نوکر ته پکار ده چې د حکومت جوړ کړی قانون ومني. د یوسفزي په خبره چې دا ځل به حکومت د خپلو خلکو د ښېګړې په خاطر هرومرو خپل راوړي اصلاحات پلي کوي.

د خیبر پښتونخوا ډاکټران وايي ، دوی د روغتونو شخصي کول نه مني خو حکومت وايي د صحت په څانګه کې اصلاحات کول غواړي.

XS
SM
MD
LG