د لاسرسي ځای

تازه خبر

"يوه افراسياب د ډېرو زړونو ډيوې بلې کړې"


افراسياب خټک او سليم کرد د مچه په زندان کې

د پښتو شاعر رحمت شاه سايل له ننه شااوخوا ۴۵ کاله مخکې يو شعر ليکلی وو،

کله مري ښايست د ښايست میينان کله مري

يوه افراسياب د ډېرو زړونو ډيوې بلې کړې

نوموړي دا شعر هله وليکه چې افراسياب خټک په زندان کې وو او بهر داسې اوازې خورې شوې چې هغه په زندان کې د سخت تشدد له لاسه مړ شوی دی. وروسته مالومه شوه چې هغه سخت وهل شوی البته ژوندی دی.

افراسياب خټک داسې يو سياستوال دی چې شخصیت يې د پوهې او مبارزې په ګڼو پړدو کې نغښتی دی.

هغه پر يوه وخت قانون پوه، ليکوال، خبريال، څېړونکی، دانشور، شاعر دی.

د تاريخ، انقلابونو، سياسي افکارو او د پښتو، فارسي او انګريزي ادب ژوره مطالعه لري.

اردو، پښتو، فارسي او انګريزي ژبې لوستلای، ليکلای او په روانۍ سره ويلای شي.

افراسياب خټک له زندان څخه تر راوتلو وروسته له ملګرو سره د روغبړ پر مهال.
افراسياب خټک له زندان څخه تر راوتلو وروسته له ملګرو سره د روغبړ پر مهال.

هغه په ۱۹۵۱ ز کال کې د خيبر پښتونخوا د لاچۍ په خدرخېلو کې زېږېدلی. پلار محمد ايوب خان يې د خدای خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان (باچا خان) ملګری وو او نيکه سجيد ګل به يې د اردو او فارسي شاعر ډاکټر محمد اقبال ته د پښتنو ستر شاعر خوشحال خان خټک شاعري اوروله.

د افراسياب خټک فکري روزنه په کور کې شوې ده خو عملي سياست يې په ۱۹۶۸ ز کال کې په ۱۷ کلنۍ کې هغه وخت پيل کړ چې په پاکستان کې د جنرال ايوب خان د مارشل لا پرضد د هېواد ځوانان سړکونو ته راوتلي ول او دی هم په دې پاڅون ورګډ شو.

زه په مختلفو تاڼو وګرځول شوم، سخت ووهل شوم، په وار وار به بې هوشه شوم. په يو جوړه جامو کې وم.
افراسياب خټک

افراسياب خټک د پښتون سټوډنټس فيډريشن له پليټ فارمه سياست پيل کړ خو دا لار ورته اغزنه ثابته شوه.

۷۰م لسيزه له نظرياتي پلوه د پاکستان په سياست کې تر ټولو لړزانده لسيزه ده.

په ۱۹۷۱م کال کې پاکستان مات شو، په پاتې پاکستان کې ذوالفقار علي بوټو حکومت جوړ کړ او د ولي خان په مشرۍ نېشنل عوامي پارټۍ په اپوزيشن کې وه.

سړه جګړه پر خپل اوج وه، پاکستان د شوروي اتحاد پرضد د امريکا، اروپا او عرب هېوادونو اتحادي وو.

په افغانستان کې داود خان د ظاهرشاه پاچاهي ختمه کړې وه.

په پاکستان کې چاودنې کېدلې چې اسلام اباد يې تور پر افغانستان لګاوو او د دې ټول تشدد شا ته به یې د نېشنل عوامي پارټۍ د لاسلرلو دعوې کولې.

بشپړه خپرونه دلته واورئ

افراسیاب خټک په زندانونو کې د خپل بند کیسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


يو طرف ته د ذوالفقار علي بوټو اسلامي سوشلزم وو او په مقابل کې يې نېشنل عوامي پارټۍ وه چې له پښتون، بلوڅ او سيندي ملتپالو، سوشلسټانو او کېڼ-لاسو سياسي فعالانو څخه جوړه وه.

نېپ به جلسې، مظاهرې او هړتالونه کول او حکومت به ورباندې مقدمې جوړولې او غړي او مشران به يې ورته زندانول.

افراسياب خټک په دغسې يو سياسي چاپېريال کې سياست کولی او د فعاليتونو له وجې به ورباندې مقدمې جوړېدلې او زندانېدی به.

افراسياب خټک له ملګرو سره.
افراسياب خټک له ملګرو سره.

کله چې وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۳م ز کال کې په بلوچستان کې د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت ختم کړ نو پرضد يې پښتون سټوډنټس فېډرېشن احتجاج وکړ. تر احتجاج وروسته افراسياب خټک ونيول شو.

د بند په دوران کې پر هغه ځکه سخت تشدد وشو چې پوليسو پر هغه فشار اچولی چې پر خپل بل بندي ملګري علي خان مسود ګواهي ورکړي چې هغه په بمي چاودنو کې لاس لري.

خو افراسياب خټک انکار وکړ او درې اوونۍ وروسته بېرته له ټارچر سېل څخه زندان ته يوړل شو. دباندې د هغه د مرګ اوازې خورې شوې.

زه چې کله د مچ له زندانه راوتم نو پوليسو د جېل په دروازه کې بيا نيول غوښتم خو د زندان مشر پوليسو ته په لاس ورنکړم. زه کراچۍ ته ولاړم او هلته به له پوليسو پټ اوسېدم بیا پېښور ته ولاړم او هلته هم پټ وم.
افراسياب خټک

وروسته هغه راخوشی شو او سياسي مبارزې ته يې دوام ورکړ. په ۱۹۷۵ م کال د فرورۍ پر اتمه نېټه په پېښور پوهنتون کې د پيپلز پارټۍ يو مشر حيات محمد خان شېرپاو د يوې غونډې پر مهال په بمې چاودنه کې ووژل شو. د ذوالفقار علي بوټو حکومت ددې تور پر نېشنل عوامي پارټۍ پورې کړ او پر ګوند يې بنديز ولګاوه.

حکومت د هېواد په لر او بر کې د نېشنل عوامي پارټۍ مشران او کارکنان ونيول چې پکې افراسياب خټک هم وو.

افراسياب خټک په ۱۹۷۶ م کال کې ونيول شو او حیدر اباد زندان ته يوړل شو چې هلته وار له مخه د ولي خان په ګډون د نېپ ۵۵ مشرانو د غدارۍ له مقدمې سره مخامخ ول.

په ۱۹۷۷م ز کال کې جنرال ضياوالحق د ذوالفقار علي بوټو حکومت ختم کړ او د حیدراباد مقدمه يې ختمه کړه. له زندانه له راوتو سره سم افراسياب خټک او ملګرو يې د جنرال ضيا د مارشل لا پرضد مبارزه پیل کړ.

هغه د بلوچستان بار کونسل د مشر اميرالملک مېنګل په بلنه کوټې ته ولاړ، وکيلانو ته يې وينا وکړه او وروسته يې خبرې غونډه وکړه چې پکې يې د مارشل لا پرضد څرګندونې وکړې.

افراسياب خټک وايي: ((زه چې له کوټې پېښور ته روان وم چې له لورالايي سره نږدې ونيول شوم او بيا مې شاوخوا يو کال د کوټې او مچ په زندانونو کې تېر کړ.)

افراسياب خټک يوې غونډې ته د وينا پر مهال
افراسياب خټک يوې غونډې ته د وينا پر مهال

په ۱۹۸۰ز کال کې افراسياب خټک له زندانه راووت خو د نوموړي په خبره له راوتلو سره سم د هغه د بيا نيولو پلان جوړ شوی وو.

"زه چې کله د مچ له زندانه راوتم نو پوليسو د جېل په دروازه کې بيا نيول غوښتم خو د زندان مشر د پنجاب د جهلم اوسېدونکی وو چې ډېر ښه سړی وو، هغه پوليسو ته په لاس ورنکړم. زه کراچۍ ته ولاړم او هلته به له پوليسو پټ اوسېدم بیا پېښور ته ولاړم او هلته هم پټ وم."

افراسياب په پېښور کې وو چې يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي له هغه سره وليدل او هغه ته يې وويل چې دا ځل دې يوازې نیسي نه بلکې زيات زيان در رسول غواړي.

هغه افسر مشوره ورکړه چې يا خو سياست پرېږدې يا ملک. افراسياب خټک له ملګرو سره مشوره وکړه،

"سياست خو ما نه پرېښودلی خو له ملګرو سره مې مشوره وکړه. هغو راته وويل چې د څه وخت لپاره پاکستان پرېږده او چې کله مارشلا ختمه شي بېرته راشه."

په پېښور زندان کې د پهانسۍ مجرمانو لپاره ۱۲ وړې وړې کوټې وې او موږ سياسي قيديان يې په نهه کوټو کې ساتلي ول او چې کله به موږ له روشندانانه دباندې کتل نو هغه کسان مو هم ليدل چې پهانسۍ کېدل به.
افراسياب خټک

افراسياب خټک په ۱۹۸۰ م کال اګست مياشت کې کابل ته ولاړ خو د جنرال ضياوالحق مارشل لا اوږده شوه او نوموړی مجبوره شو چې اته نيم کال په افغانستان کې تېر کړي.

خو د ۱۹۴۴ز کال تشدد د افراسياب خټک نن هم نه هېرېږي.

هغه وايي: "زه په مختلفو تاڼو وګرځول شوم، سخت ووهل شوم، په وار وار به بې هوشه شوم. په يو جوړه جامو کې وم. کله چې يې بیرته زندان ته راوړم نو هلته قيد سياسي ملګرو مې سخت احتجاج وکړ چې زه دې د علاج لپاره هسپتال ته انتقال شم او بيا زه هسپتال ته يوړل شوم."

چې کله به تشدد ورباندې نه کېدلی نو بيا به د وخت حکومتونو افراسياب خټک او د هغه ملګري په زندان کې په ذهني توګه د ماتولو کوشش کاوه.

ښاغلی خټک د پېښور زندان يوه کیسه کوي: "په پېښور زندان کې د پهانسۍ مجرمانو لپاره ۱۲ وړې وړې کوټې وې او موږ سياسي قيديان يې په نهه کوټو کې ساتلي ول او چې کله به موږ له روشندانانه دباندې کتل نو هغه کسان مو هم ليدل چې پهانسۍ کېدل به."

يادونه: د پښتون سیاستوال افراسياب خټک د مبارزې کیسه د مشال راډیو د ځانګړې خپرونې جمهوري غږونو د لړۍ برخه ده. په ليکنه کې د پېښو په اړه مالومات افراسياب خټک ورکړي دي چې مشال راډيو يې په سرکاري توګه تصديق ونکړای شو.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG