د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د ایرانيو چارواکو د کورنیو پر غړيو هم بندیزونه ولګاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تهران فشار ډېر کړی او د ایران په لوړ پوړو چارواکیو او د هغوی د کورنۍ په غړیو يې امریکا ته په داخلیدو بندیزونه لګولي.

د سېپتمبر پر ۲۵مه د سپنې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ له قوله وویل چې د ایراني چارواکیو او د هغوی د کورنۍ غړیو امریکا ته بې له قید او شرطه داخلیدل د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي او باید چې د هغوی داخلیدل د ځینو بندیزونو او محدودیتونو او استثنا د لاندې وي.

ایراني چارواکیو په سمدستي توګه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG