د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین د سېپټمبر پر ۲۵مه شپه دولس بجې پای ته ورسیده او نن او سبا د چوپتیا دوره ده.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي د سېپټمبر ۲۵مه د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل د چوپتیا د دورې له پیل سره باید ټول کاندیدان خپل عکسونه او نور کمپایني بیلبورډونه له ښارونو لیرې کړي او انتخاباتي غونډې راجوړی نه کړي.
ټاکل شوې د سېپټمبر پر ۲۸مه په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک د کمېسیون په وینا له نهه نیم میلیون زیات وګړي له دې کمېسیون سره د رایې ورکونکو په توګه ثبت شوي او د رایې ورکولو په ورځ به په ټول هیواد کې د رایې ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه پرانستلې شي.