د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي

په ترکیه کې پر بس چاودنه
په ترکیه کې پر بس چاودنه

د ترکیې سرکاري رسنۍ وايي، د سېپټمبر پر۲۵مه په ادانا صوبه کې د سړکغاړې چاودنې له وجې د پولیسو په بس کې ناست پینځه تنه ټپیان شوي دي.

د صوبې ګورنر محمد دیمیرتاس انادولو خبري اژانس ته ویلي، دا چادونه په باروتو شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په ټپیانو کې یو پولیس افسر هم شامل دی.

د سي این این ټېلېویژن ترک څانګې یوه ویډیو خپره کړي چې پکې د ادانا صوبې په یوریګیر سیمه کې د یو پله لاندې بس او نورو ګاړو ته زیان رسیدلی دی.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د پېښې تر شا څوک لاس لري.

XS
SM
MD
LG