د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي ضلعو کې د لوبو میدانونه جوړېږي


په خېبر کې د فوټبال سیالۍ. عکس له ارشیفه.
په خېبر کې د فوټبال سیالۍ. عکس له ارشیفه.

د خېبر پښتونخوا حکومت د قبایلي ضلعو د لوبو لپاره د اوو نیم اربه روپو منظوري ورکړې ده.

د قبایلي ضلعو د لوبو لپاره د حکومتي کمیټۍ مشر ویلي، دا پیسې به د لوبو په بېلا بېلو منصوبو لګوي.

په دې ضلعو کې د ځوانانو او لوبو لپاره د حکومتي کمیټۍ مرستیال مشر شاهد خان شینواري د سپټمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت به په دې پېسو د لوبو میدانونه او کمپلکسې جوړوي او د لوبو مقابلې به پرې هم کوي.

نوموړي زیاته کړه د خېبر پښتوخوا حکومت د قبایلي علاقو د لوبو لپاره اوو نیم اربه روپۍ منظور کړي دي.

ده وویل،"په دې پیسو به د لوبو میدانونه او کمپلکسونه جوړېږي. په دې کې یو ارب روپۍ به د لوبو په پروګرامونو لګول کېږي. د لوبو وزیر عاطف خان دا پېسې پخپله هم اعلان کړي دي او څو ورځې وړاندې یې له ما سره په ملاقات کې هم دا خبره کړې ده. دا د قبایلو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو حکومت د دې سیمې د لوبو لپاره دومره پیسې منظور کړي دي."

په قبایلي ضلعو کې د تیراندازۍ یو لوبغاړی منظور اپرېدی وايي چې حکومت وړاندې هم په قبایلو کې د لوبو میدانونو جوړولو او دې برخه کې د نورو کارونو ژمنې کړي وې خو هغه یې نه دې پوره کړي.

نوموړی وايي، قبایلي سیمو ته د ترهګرۍ له وجې ډېر زیان اوښتی دی نو لوبو ته زیات پام کولو سره به د سیمې امنیت ته هم ګټه ورسېږي.

ده وویل: "په قبایلي سیمو کې د لوبو میدانونه د نیشت برابر دی. د دې سیمو د ماشومانو او ځوانانو چې د سهولتونو کوم حق دی، هغه ورته نه دې ترلاسه شوی. حکومت وړاندې هم د سپورټس په برخه کې د اربونو روپو لګولو او میدانونو جوړولو اعلانونه کړي دي خو عملې کار یې لا هم نه دی کړی. دا مهال په ډېرو سیمو کې حالات عادي دي. حکومت که ځوانانو ته د لوبو سهولتونه ورکړي او ځوانان په خپله سیمه کې لوبې پیل کړي نو له دې سره به امن راشي او د هغوی حوصله افزايي به هم وشي."

سواتیان د فوټبال لېواله دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00


د قبایلي ضلعو د لوبغاړو لپاره کارکونکې ایاز رضا وايي، په دې سیمه کې ګڼ ځوانان په بېلا بېلو لوبو کې صلاحیتونه لري خو د اکېډمیانو او مناسبه میدانونو د نیشتوالې له وجې وروسته پاتې شي.

ده وویل:"په قبایلو کې حالات د پخوا په څیر نه دي. د خېبر ضلعې درې لوبغاړي د پاکستان کرکټ ټیم ۱۶ کلن کې شامل شوي دي او د سریلنکا په دوره روان دي. له وزیرستانه تر باجوړه د لوبو مېدانونه شته خو په هغې کې د سهولتونو کمي ده. که حکومت په قبایلي ضلعو کې په اکیډمیانو او میدانونو پېسې ولګوي نو څنګه چې قبایلي لوبغاړي د پاکستان د فوټبال، کرکټ او هاکي ټیم کې شامل شوي دي نو داسې به نور هم ډېر لوبغاړي ورکړي."

په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00


ایاز رضا وايي، قبایلي ضلعو کې اوس تر ډېره امنیت ټینګ شوی دی او دا سیمې له خېبر پښتونخوا سره د شاملولو وروسته حکومت له پکار ده چې ژر تر ژره په دې ضلعو کې د تعلیم او لوبو ترڅنګ تفریحي پروګرامونه زیات کړل شي.

XS
SM
MD
LG