د پاکستان پوځ وايي، په مومند قبایلي ضلع کې یې په یو چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال اصف غفور د جمعې پر ورځ د یادې ادارې پر ټویټر لیکلي چې دې عسکرو له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار غځولو چارې څارلې چې پر ښخ شوي ماین وروختل.
په وژل شویو کې مېجر عدیل او سپاهي فراز حسین شامل دي.