د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې په تېرو ۵۰ کلونو کې ۳ اربه مارغان نابود شوي


امریکايي باښه
تصویر له ارشیفه
امریکايي باښه تصویر له ارشیفه

په شمالي امریکا کې له ۱۹۷۰ز کال راهیسې شا اوخوا درې اربه مارغان نابود شوي چې د ساینسپوهانو په خبره دا یو ستر چاپېریالي کړکېچ دی.

د سپټمبر پر نولسمه په ساینس مجله کې په خپره شوې یوه څېړنیزه مقاله کې کارپوهانو ویلي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې په امریکا او کاناډا کې د مارغانو شمېر ۲۹ فیصده کم شوی دی.

د دغه څېړنې لیکوال او د کورنل پوهنتون یو ساینسپوه کینیت روزینبرګ وايي چې درې اربه مارغان کمېدل د دوی لپاره د اندېښنې وړ شمېر دی. ساینسپوهان وايي ډېر مارغان د انساني فعالیتونو له وجې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي. دوی وايي د دوی کمښت د چاپېریال په نظام کې د انسانانو لپاره بدې پایلې لرلی شي.

XS
SM
MD
LG