د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې د طالبانو موټر بم برید ماشومه وژلې، مور یې ژوبله


چارواکي وايي، د سېپټېمبر ۱۹مې پر ماښام په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو پر کاروان په موټر بم برید کې یوه ماشومه وژل شوې او مور یې ژوبله ده.

په لوګر کې د ملي اردو د رسنیز دفتر یوه مشر احمد شکیل تسل تر پېښې وروسته ماخوستن مهال مشال راډیو ته وویل، پېښه د لوګر مرکز اړوند په خضر بازار کې شوې چې پکې بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده زیاته کړه چې ژوبله ښځه یې د پل علم روغتون ته رسولې.

وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG