د لاسرسي ځای

تازه خبر

مکین کې یو عسکر وژل شوی

په جنوبي وزیرستان کې یو پاکستانی عسکر په بمي برید کې وژل شوی دی.

په ډېره اسماعیل خان کې استخباراتي ادارې بېګا مشال ریډیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي، پېښه په دوشنبه په مکین کې هغه وخت وشوه چې د سرکغاړه ښخ بم پر لاروي عسکر وروچاودېد.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په اګست میاشت هم په جنوبي وزیرستان کې یوې چاودنې د بمونو شنډولو دوه عسکر وژلي او درې نور یې ژوبل کړي ول.

XS
SM
MD
LG