د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهین اپریدۍ: په خېبر کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي


په خبیر کې د ډینګي ناروغان.
په خبیر کې د ډینګي ناروغان.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي چې ډينګي وايرس خېبر ضلع تر ټولو زیاته متاثره کړې ده.

د يادې محکمې مشرې شاهين اپريدۍ د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وويل چې تر دا مهاله ډينګې وايرس په خېبر ضلع کې ۱۴۰ تنه اغيزمن کړي دي.

پروسږ کال [۲۰۱۷م] کې ډينګې ناروغۍ د خېبر بښتونخوا په زرګونو کسان متاثره کړي ول چې پکې په لسګونو مړه شوي هم ول.

ډاکټران وايي چې په کورونو او لارو کوڅو کې ولاړې اوبه د دې ناروغۍ سبب جوړېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG