د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ۱۲م ټولګي زده کوونکې نجلۍ وژل شوې


سوات
سوات

د خیبر پښتونخوا د سوات په کانجو کې یو ځاي کس خپله نوې واده شوې ښځه په ډزو وژلې او تښتېدلی دی.

د کانجو تاڼې ايس ايچ او غني الرحمان د سپټتمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې تیره ورځ یې د ثنا ګل په نوم د وژل شوې ښځې مړی ترلاسه کړی دی.

د ده په وینا ، د قتل ملزم او د وژل شوې ښځې خاوند انس نومیږي چې د فرانس شهریت هم لري.

پولیس وايي ملزم د روانې میاشتې پر ۱۵ مه نیټه د ځان لپاره ټیکټ کړی وو او تښتېدلی دی.

ثنا ګل درې میاشتې وړاندې واده شوې وه او د دولسم ټولګي زده کوونکې وه.

د هغې پلار حضرت حسین مشال راډیو ته ویلي چې لور يي غوښتل ذده کړو ته دوام ورکړي او ډاکټره جوړه شي.

چارواکي وايي په ظاهره انس نه غوښتل چې ښځه يي نورې ذده کړی وکړي ، خو دوي په دغه اړه نورې پلټنې کوي.

په سوات کې د ښځو د حقونو دفاع کوونکی سازمان“دي اویکنینګ” د راپور تر مخه په سوات کې تیره یوه میاشت کې د تشدد په بیلا بیلو پیښو کې ۶ ښځې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG