د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د پولیو ضد ښځینه کارکوونکو ته تنخا نه دي ورکړل شوې


د پولیو ضد کارکونکې
د پولیو ضد کارکونکې

په خيبر قبايلي ضلعه کې د پوليو پرضد د کمپاين ښځينه کار کونکي وايي د تيرو پنځو میاشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې.

په یاده ضلعه کې تر درې سوه زیاتې ښځينه کار کونکې د پوليو پرضد د څاڅکو ورکولو کمپاين سره کار کوي.

د پوليو پرضد د کمپاين يوې ښځينه کار کونکې يوسرا بي بي د سپټمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وويل چې دوي ته د حکومت لخوا نه وو وييل شوي چې پيسې نشته.

بلخوا د خيبر قبايلي ضلعې د صحت د محکمې مشر ډاکټر شفيق وايي چې دغو کارکونکو ته به مخکې له ترقیاتي فنډ نه معاش ورکړل کيدو خو اوس د صوبې سرهانظمام نه پس دوي سره هغه مد کې پيسې نشته ، نو ځکه تنخواګانې نه شي ورکولای.

XS
SM
MD
LG