د اوکراين ولسمشر ويلاديمير زيلينسکي د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې مننه کړې چې د دې هيواد لپارهيې د پوځي مرستو په مد کې د۲۵۰ميليونه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.
دا مرستې د جاج اخيستو لپاره سپینې ماڼۍ ايسارې کړې وې.
د دېپوځي مرستو زیاته برخهبه د اوکراینيو ځواکونو پر روزنه او هغوي ته پر سامانونو ورکولو لګيږي.
اوکرایني ځواکونه دا مهال د هغو روس پلوه بيلتون پالو پرضد په هغه جګړه کېجنګيږي چې د پنځو کالو نه روانه ده او تر دا مهال پکې تر ۱۳ زره زیات کسان وژل شوي دي.
سپينې ماڼۍ تېره ورځ د دې پوځې مرستو پرضد خپل مخالفت پريښودو.