د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ټاکنو لپاره له افغانستان سره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه


امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه.

دا مرسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پرون پنجشنبه د خپلې ټویټرپاڼې له لارې اعلان کړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر هم تأیید کړه چې هېواد یې د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ملاتړ لپاره ۲۹ ميلیون ډالره مرسته کوي.

تر دې وړاندې بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ لپاره مالي مرستې اعلان کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG