د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغان جګړه د امریکایانو نظرونه وېشلي دي


د افغانستان په کاپیسا کې امرکايي عسکر په خپأ سنګر کې څار کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۰م سېپټېمبر

ګېلپ ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرولغو کولو وروسته په افغانستان کې د جګړې په اړه د امریکایانو نظرونه ویشل شوي دي. تازه سروی چې د اګست له ۱۵ مې تر ۳۰ مې شوې ده په هغې کې ۴۳ فیصده وګړي افغانستان ته د سرتېرو لېږل تېروتنه او ۵۲ فیصده یې سهي ګڼي.

سروې د اګست میاشتې په هغو ورځو کې شوې چې د قطر په مرکز دوحه کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې وې.

په ۲۰۰۱ کال کې ډېرې امریکایان د سرتیرو د لیږلو په حق کې ول او یوازې نهه فیصده خلکو افغانستان ته د سرتیرو لېږل تېروتنه بلله ، او ۸۹ فیصده یې ملاتړي ول خو په ۲۰۱۰م کال کې په دې کې لوی توپیر راغلی او د عسکرو د لېږنې کار ته د تېروتنې ویونکو شمېر ۴۳ فیصده ته لوړ شو. په ۲۰۱۱ کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته یوځل بیا د جګړې د ملاتړ کونکو شمېر زیات شو او ۵۸ فیصده ته ورسید.

که څه هم دا مهال په افغانستان کې د جګړې ملاتړ له نیمايي لږ ور زیات امریکایان کوي خو په دې لړ کې د ګوندونو دریځونه هم اهم رول لري. د افغانستان جګړه د رېپبلیکن ګوند د واک په زمانه کې د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش پېل کړې وه نو ځکه د درېپبلیکن په نسبت دوه چنده زیات د ډیموکریټ ګوند پلویان افغانستان ته د سرتېرو لېږل تېروتنه ګڼي.

په دې پوښتنه چې افغانستان ته د عسکرو د لېږلو سره امریکا څومره ډېره یا کمه خوندې شوه؟ د دې په ځواب کې۴۳ فیصده عام امریکایانو د خوندیتوب او ۴۶ فیصده د کم خوندیتوب په حق کې رایې ورکړې. همدا راز د رېپبلیکن ګوند ۶۶ فیصده پلویان فکر کوي چې له دې سره امریکا ډېره خوندې شوه. خو ډیموکرېټ ګوند ۵۱ فیصده پلویان بیا په دې فکر دي چې له دې کار سره امریکا کمه خوندي شوه.

د انتخاباتو په وخت کې که څه هم ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د سرتیرو په لېږنه نیوکې کولې خو په واک کې تر راتلو وروسته هغه په ۲۰۱۷ م کې افغانستان ته اضافي سرتېري ولېږل. دا چې په افغانستان کې د جګړې جاري ساتلو په اړه به د ټرمپ او یا د ډیموکراټ ګوند کوم ولسمشر اوسنی دریځ بدل کړي، نه ښکاري چې داسې وشي.

تبصرې وګورئ (۱)

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG