د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ډېری ښارونو کې د محرم لسمه لمانځل کېږي


په کوټه ښار کې د محرمې لسمې جلوس: ۲۰۱۸ کال، ۲۱م سېپټېمبر
په کوټه ښار کې د محرمې لسمې جلوس: ۲۰۱۸ کال، ۲۱م سېپټېمبر

نن د خیبر پښتونخوا پشمول د ملک په څلور واړه صوبو، ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په لويو او وړو ښارونو کې د محرم لسمې ماتمي جلوسونه راويستل کېږي او د امنیت ساتلو لپاره د ملک په زياترو لویو ښارونو کې موبايل ټېليفونونه بند دي او د موټر سايکل پر غبرګو سورلو هم بنديز لګول شوی دی.

په پېښور، بنو، پاړه چنار، کوهاټ او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې د محرم په مناسبت امنیت سخت کړل شوی دی.

د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم وایي په ښار کې یې د درېوو امام باړو د امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

بلخوا د اسلام اباد پوليسو په وینا د محرم ماتمي جلوسونو د امنيت لپاره د پوليسو سره سره رېنجرز، اېف سي، سپېشل برانچ، ټرېفک پوليس او بم ډسپوزل سکواډ ۲۲۰۰ اهلکاران هم خپله ډيوټي ترسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG