د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوازه خېل وال له پوځه د خپل کالج ودانۍ پرېښودل غواړي


د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ تحصيل خوازه خېلې ولس له پاکستاني پوځه غوښتي چې په سیمه کې دې د جينکو يوازنی کالج وداني دې د تعليمي هلو ځلو لپاره د تعلیم محکمې ته وسپاري چې له ۲۰۱۰ز کال راهيسي د خپلې یوې پوستې په توګه کاروي.

دا مهال د سیمې نجونه د کرایې په یوه بله ودانۍ کې زده کړې کوي او نه هم دا ودانۍ د تعلیمي اسانتیاوو په حساب جوړه ده.
په دوشنبه (د سپټمبر دوهمه) د خوازه خېلې یو ځايي فعال افضل شاه باچا وايي، د نجونو کالج لپاره په کرایه نیول شوې ودانۍ محفوظه هم نه ده او د پردې پکې هم هېڅ انتظام نشته. د نوموړي په خبره کله چې په ملاکنډ کې امنيتي ستونزې وې او د وسله والو طالبانو پرضد پوځ عملیات کول نو د عسکرو د استوګنې لپاره ځايونه پکار ول او د هغې لپاره د دوی د سیمې کالج هم یو له هغو هغو ودانيو دی چې لاهم د پوځ په قبضه کې دی.

افضل شاه زیاتوي چې پوځ دا سیمه له وسله والو طالبانو وژغورله او دوی یې مننه او ستاينه کوي خو اوس حالات پرامنه دي او دوی غوښتنه کوي چې د کالج دا ودانۍ دې ورته وسپاري چې د سیمې نجونې پکې خپلې زده کړې وکړې.

د سیمې يو بل فعال حيدر علي جان په دوشنبه مشال راډيو ته وويل چې چې له کلونو راهسیې د کالج زده کونکي، د سیمې فعالان او سپین روبي له حکومتي او پوځي چارواکیو غوښتنه کوي چې د نجونو کالج دا ودانۍ دې خالي کړي. د ده په خبره په دې لړ کې ځايي ولس احتجاجونه هم کړي دي. له چارواکو سره یې جرګې مرکې هم شوې دي او په ټولنيزه مېډیا د کالج جينکو يو مهم هم چلولی وو چې پکې د دې کالج د ودانۍ د بیا فعالولو خبره شوې وه.

په سیمه کې د تعليم څانګې يو ذمه وارې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط د سپتمبر پر دوهمه مشال راډیو ته وويل چې په دې لړ کې يې د پوځي چارواکو سره خبرې شوې وې خو د هغوی په خبره د کالج دا وداني دې د دفاع وزارت د تعليم محکمې نه اخيستې او پوځ ته يې ورکړې وه.

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند سره تعلق لرونکې له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړی سردار خان وايي چې په موجوده کلني بجټ کې د خوازه خېلو د جينيکو کالج لپاره هم څه پيسې نه دي اېښودل شوې او زیاتوي چې په دې اړه دی هم بې وسه دی.

د خوازه خېلو د جينکو کالج پرنسپلې غزاله يوسف مشال راډيو ته وويل چې حکومت او پوځ له پکار ده چې د کالج د موجوده ودانۍ د پر مختګ، امنيت او سهولوتونو لپاره مالې مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG