د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په ۱۲ ضلعو کې د ډېنګي ناروغي خوره شوې


ماشی ډینګي ناروغي خوروي
ماشی ډینګي ناروغي خوروي

چارواکي وايي چې د ډېنګي ماشي چېچلو له کبله په پېښور، اېبټ اباد، بنو، کرک، کوهاټ، مانسهره، بټګرام ، صوابۍ، هريپور، مردان او سوات کې په لسګونو کسان ناروغه شوي دی. زياتره ناروغان په پېښور کې دي.

د سوات سیدو شريف هسپتال مرستيال مشر ډاکټر محمدخان د سېپټمبر پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په تېرو درې ورځو کې ۵۵ ناروغان وروړل شوي دي چې پکې ۱۲ لاهم په هسپتال کې تر درملنې لاندې دي.

په خېبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې هرکال د پشکال په موسم کې د ډېنګي ناروغي خورېږي

XS
SM
MD
LG