د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې د ښاروالۍ انتخابات روان دي


ولسمشر پوتین خپله رایه کاروي
ولسمشر پوتین خپله رایه کاروي

د سېپټمبر پر اتمه په روسیه کې د ځايي او ښاروالۍ انتخاباتو لپاره رایې اچول کېږي.

ویل کېږي چې په روسیه کې د ولسمشر ولادېمیر پوتین او د هغه د ګوند شهرت په مسلسله توګه په کمېدو دی او دا انتخابات د کرېملین لپاره یوه ازموینه ده.

خپلواکه فعالان او سیاسي څیړونکي د ماسکو د ښاروالۍ انتخابات له نږدې څاري.

په ماسکو کې د انتخاباتي کمېشن چارواکو ازاده کاندیدان له ټاکنو منع کړي وو چې له وجې یې په دې ښار کې څو اوونۍ احتجاجونه وشول.

ځايي او د ښاروالۍ انتخابات د روسیې په ۸۳ سیمو کې کېږي. د واکمن ګوند یونایټډ رشیه زیاتره غړي په ماسکو کې د ازاده امیدوارانو په حیث انتخاباتو ته ولاړ دي چې دا شان له واکمن ګوند سره خپلې اړیکې پټې کړي.

XS
SM
MD
LG