د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر لانجه هوارولو کې سعودي او امارات مهم کردار لري: قرېشي


اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سعودي او عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د هرکلی پر مهال. ۲۰۱۹، ۴م سېپټېمبر
اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سعودي او عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د هرکلی پر مهال. ۲۰۱۹، ۴م سېپټېمبر

د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

په چارشنبه په اسلام اباد کې تر ملاقات وروستو خبري غونډې ته په وینا کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د سعودي عرب او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو عادل الجبیر او شیخ عبدالله بن زید بن النهیان له وزیراعظم سره په ملاقات کې د کشمیر په معامله خبرې وکړې.

بل خوا د وزیراعظم هاوس له خوا په یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې سعودي عرب او متحده عرب امارات د کشمیر د معاملې په هوارولو کې مهم کردار لري.

د یادونې وړ ده چې د دې ملاقاتو نه وړاندی وزیراعظم عمران خان د سعودي عرب او اماراتو له وليعهد سره په ټېلېفون خبری هم کړې وې.

خبري غونډه کې خارجه وزیر شاه محمود قرېشي وویل پاکستان د کمشیر په مسله د عرب ملکونو خارجه وزیران خبر کړل او له دې روستو هغه ابهام ختم شو چې ګنې سعودي عرب او امارات د پاکستان ملګرتیا نه کوي.

د قریشي په وینا دواړو خارجه وزیرانو د هند تر واک لاندې کشمیر کې د بشري حقونو په خرابېدونکي صورتحال د اندېښنې څرګندونه وکړه او وویل چې سعودي عرب او عرب امارات د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي راکمولو او د امن او سلامتۍ د ودې لپاره به کوششونه کوي او په تماس کې به وي.

مشال راډیو چې د دې دورې په اړه په پېښور کې د بهرنو او سیاسي چارو تجزیه کار پروفېسر ډاکټر فخرالاسلام نه وپوښتل نو هغه وویل: (د عرب ملکونو د پاکستان او هند سره ښې اړیکې دي نو دوی کولای شي چې دا مسله هواره کړي او بله دا چې د هندوستان هم په دې دوو ملکونو ډیرلوی اقتصادي اړتیا ده نو فکر کوي چې دا دوره به د کشمیر په معامله کې د پاکستان لپاره ډیر ګټور وي او بل دا چې کوم خپګان راغلې وو د هند وزیراعظم ته په ایوارډ ورکولو نو هغه خپګان به هم له دې دورې سره ختم شي.)

همدا شان په اسلام آباد کې پخواني سفارتکار او د بهرنو چارو تجزیه کار آياز وزیر مشال راډیو ته وویل د دې مسلې سره یواځې د هند او پاکستان امن نه بلکې د عرب ملکونو مفادات هم تړل شوي نو ځکه دا دواړه خارجه وزیران په یو وخت په یوه الوتکه کې پاکستان ته راغلل.

د نوموړي په خبره: (دوی غواړي چې دا مسله له مینځه ووځي او دا ځکه چې دا د ټولې منطقې لپاره د خطرې خبره ده او بله ډیره مهمه خبره ده چې په سعودي او اماراتو کې د هند او پاکستان ډیر زیات خلک کارونه کوي نو که هلته ناامني مسله راغله نو هغوی ته به د کور مسله پېښه شي نو د کشمیر ډیره سنجیده مسله ده نو ګمان دې چې دوی له دې ځایه هند ته هم لاړ شي.)

د هند حکومت د اګست په پنځمه د خپل ائین ارټیکل درې سوه اویا په ختمولو د کشمیر نیم خپلواک حېثیت ختم کړې او پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانونو خلاف ورزي کړې او دوی به په هر نړیوال ډګر په دې اړه غږ پورته کوي خو بیا هندوستان دا خبره ردوي او وايي دا يې کورنۍ معامله ده.

XS
SM
MD
LG