د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي او عرب اماراتو بهرنیو چارو وزیران له خپل پاکستاني سیال سره لیدلي


اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سعودي او عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د هرکلی پر مهال. ۲۰۱۹، ۴م سېپټېمبر
اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سعودي او عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د هرکلی پر مهال. ۲۰۱۹، ۴م سېپټېمبر

د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

په چارشنبه په اسلام اباد کې تر ملاقات وروستو خبري غونډې ته په وینا کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د سعودي عرب او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو عادل الجبیر او شیخ عبدالله بن زید بن النهیان له وزیراعظم سره په ملاقات کې د کشمیر په معامله خبرې وکړې.

بل خوا د وزیراعظم هاوس له خوا په یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې سعودي عرب او متحده عرب امارات د کشمیر د معاملې په هوارولو کې مهم کردار لري.

د یادونې وړ ده چې د دې ملاقاتو نه وړاندی وزیراعظم عمران خان د سعودي عرب او اماراتو له وليعهد سره په ټېلېفون خبری هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG