د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله‌والو طالبانو واګې له افغانستانه بهر دي: غني


افغانستان: د کابل په زرغونه کلي (ګرین ویلج) کې د درنې چاودنې پس د پېښې له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۱۹ز کال ۳ سېپټمبر
افغانستان: د کابل په زرغونه کلي (ګرین ویلج) کې د درنې چاودنې پس د پېښې له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۱۹ز کال ۳ سېپټمبر

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف په کابل کې د بېګاني برید په غبرګون کې ویلي چې د افغانانو او د هغوی د وطن پرضد د وسله‌والو طالبانو جګړه یو بشري جنایت دی.

ولسمشر غني حمله غندلې او دا یې تره ګري بللې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن د سپټمبر پر درېمه رسنیو ته استول شوې، ویلي چې د وسله‌والو طالبانو واګې له افغانستانه بهر دي او د بهرنیو کړیو په دستور افغانستان ویجاړوي او افغانانو ته تاوان رسوي.

د افغانستان ولسمشر له خپلو امنیتي ځواکونو مننه کړې چې په مختلفو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د حملو په وړاندې درېدلي دي.

د سېپټمبر دوهمې نېټې په ماسخوتن په کابل کې یوې درنې چاودنې ۱۶ تنه وژلي ۱و ۱۱۹ نور یې ژوبل کړي دي.

کابل کې بريد ۱۶ کسان وژلي او ۱۱۹ يې ټپيان کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

د افغانستان کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ویلیج (زرغونه کلي) ته نږدې د شپې په پنځه منټه کم لسو بجو شوې ده.

رحیمي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې پنځه پټ شوي برید کوونکي چې غوښتل‌ یې پر دغه کمپ برید وکړي له‌ منځه وړي او ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له سیمې ژغورلي دي.

وسله والو طالبانو د برید ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې لسګونو بهرنیانو ته یې هم مرګ ژوبله ور اړولې، خو افغان چارواکي دا خبره نه تاییدوي او وايي، په دې پېښه کې یواځې افغانان وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

بلخوا د کابل یوشمېر وګړیو نن د سپټمبر پر درېمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج (زرغون کلي) مخې ته مظاهره وکړه.

هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني وګړي دې له هغه ځایه بلې سیمې ته واېستل شي.

د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو امنیت نیولی دی.

د کابل پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسله‌وال هم ووژل شول چې په سیمه کې پټ شوي ول او د حملې پلان‌ یې درلود.

پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای ته‌ یې ولېږدول.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي.

په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG