ایران اروپا ته خبرداری ورکړی دی چې که د سېپټېمبر تر شپږمې پورې یې نوي شرطونه ورسره شریک نه کړل نو تهران به د اټومي موافقې د پرېښودو په اړه سخت اقدام وکړي.
ایران په ۲۰۱۵ز کال کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو، امریکا، روسیې، چین، فرانسې، برتانیې او جرمني، سره د نړیوالو بندیزونو نرمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو موافقه کړې وه.
امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له موافقې ووته چې له کبله یې د واشنګټن او تهران اړیکي خوار ترینګلي شول.
د سېپټېمبر پر دویمه، د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د حکومتي ویاند علي ربیعي له خولې ویلي چې پر ځینو موضوعاتو نظرونه نېږدې شوي دي او اوسمهال اټومي تړون ته د اروپايي هېوادونو د ژمنتیاو څرنګوالي په اړه تاکتیکي بحثونه روان دي.
نوموړي دا خبره، په مسکو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هغه روسي سیال سېرګې لاوروف تر ملاقات مخکې کړې.
ربیعي زیاته کړې چې ولسمشر حسن روحاني او د هغه فرانسوي سیال اېمانوېل مکخوا تر ټېلېفوني خبرو وروسته یې دریځونه سره نېږدې شوي دي.