د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن: د سعودي په مشرۍ د اېتلاف بمباري، له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي


په بمبارۍ کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي
په بمبارۍ کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي

صنعا - د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د سعودي عرب په مشرۍ اېتلاف د یمن په جنوب لویدیځ کې پر یوه زندان هوايي بریدونه کړي چې پکې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

دې کمېټۍ ویلي، د سېپټېمبر پر لومړۍ په ذمار ښار کې په شوې بمبارۍ کې ۴۰ ژوبل کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا څرګندونې د دې ادارې د پلاوي مشر فرانڅ راوختنشټاین د سیمې لیدو پر مهال کړې دي.

پر هغه مهال هم ژغورندویه ډلو د ودانۍ له خرابیو مړي ایستل.

د یمن د ایران پلویو حوثي یاغیانو او د سعودي پلوي رسمي حکومت له یو بل سره په جنګ دي.

د سعودي په مشرۍ اېتلاف په ۲۰۱۵ز کال کې د ولسمشر عبدالرب منصور هادي په ملاتړ په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد جګړه پیل کړه چې تر اوسه روانه ده.

حوثیانو د سېپټېمبر پر لومړۍ ویلي ول چې په بمبارۍ کې ۶۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل دي.

د حوثي روغتیايي چارواکو په خبره، د برید پر مهال شاوخوا ۱۷۰ کسان په زندان کې ول.

خو د سعودي په مشری اېتلاف ویلي، د حوثیانو هغه پوځي ځای یې په نښه کړی چې پکې یې بې پیلوټه الوتکې او توغندي ساتل.

ملګري ملتونه د جګړې له پیل راهیسې هڅې کوي چې دواړه خواوې سره خبرو ته کښېنوي او د یمن د شخړې سیاسي حل پیدا کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG