د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه شوي


د سعودي په مشرۍ پوځي اېتلاف د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه ویلي، د یمن په پلازمینه صنعا کې یې د حوثي یاغیانو په پوځي اهدافونو هوايي بریدونه کړي دي.

حوثيانو تور پورې کړی چې په دهامر ښار کې دې پيښه کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

حوثي پلوه تلویزون ال مسیرا ویلي، د ۶۰ کسانو مړي یې د ړنګې شوې ودانۍ له ملبې راویستي او ۵۰ زخمیان شوي دي.

په یمن کې د سره صلیب نړیوالې ادارې یو مشر فرانز روخین ستاین ویلي، هغه د حالاتو جاج اخېستو لپاره دهامر ته ورځي.

د سعودي په مشری ایتلاف ویلي، د حوثیانو هغه پوځي ځای یې په نښه کړی چې پکې ډرون او میزایل ساتل کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG