د امريکا پوځ وايي، د شام په شمال لوديځ ادليب صوبه کې یې د القاعده وسلوالې ډلې د مشرانو يو مرکز په نښه کړی چې له راپورونو له مخې پکې شاوخوا ۴۰ وسله وال وژل شوي دي.
د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د اګست پر ۳۱مه وويل، په شام کې د القاعده هغه مشران يې په نښه کړي چې امريکا، د دوی ملګرو او بې ګنا ملکي وګړي ته يې ګواښونه پېښول.
بیان زیاتوي، د دې مرکز له منځه وړولو سره به په راتلونکي کې د وسله والو د بریدونو کولو او د سیمي ثبات خرابولو لړ کې صلاحیت لا نور کم شي.
بلخوا د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه روسیې پر امریکا تور پوری کړی چې په ادلیب کې د میزایلي حملې په کولو سره د اور بند خلاف ورزي کړې ده.