د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د پټروليم مصنوعاتو بېې کمې کړې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اسلام اباد ـ په نړيوال مارکېټ کې د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو له کمېدو وروسته د پاکستان حکومت د سېپټمبر مياشتې لپاره د تېلو په نرخونو کې شاوخوا ۶ روپۍ کمې اعلان کړی دی.

د پاکستان د خزانې وزارت د خبرتیا له مخې د ډيزلو په بیه کې پنځه روپۍ ۶۳ پېسې، د پټرولو په نرخ کې څلور روپۍ ۵۹ پېسې او د خاورو د تيلو په نرخ کې څلور روپۍ ۲۷ پېسې کمی راوستل شوی دی.

په نرخونو کې د کموالي له اعلانه وروسته په ملک کې د يو لېټر ډيزلو نرخ ۱۲۷ نیمې روپۍ د پټرولو نرخ تقريبا ۱۱۳نيمې روپۍ او د خاورو تيلو نرخ نږدې ۱۰۰ ته ټیټ شوی دی.

د حکومت د دې اقدام باوجود د پاکستان اپوزيشن ګوندونه نیوکه کوي چې په نړيوال مارکيټ کې چې د تيلو نرخونه څومره کم شوي، حکومت په هغه تناسب سره پکې کمی نه دی کړی.

خو د اپوزيشن د نيوکو په غبرګون کې د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، حکومت په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د نرخونو دکمېدو ګټه، له ځانه سره و نه ساتله بلکې نېغ په نېغه یې ولس ته ورکړه.

د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد استاذ ډاکټر معراج الحق وايي حکومت تېل په ډالر اخلي او د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر ډېرکم شوی دی نو دا وجه ده چې په نړيوال مارکيټ کې که تيل ارزانه هم شي نو ولس ته يې هغه شان ګټه نه رسي کومه چې پکار ده.

حکومت د اګست مياشتې لپاره د تيلو په نرخونو کې شاوخوا ۹ روپۍ اضافه کړې وه، د جولای مياشتې لپاره يې نرخونه پرځای ساتلي وو خو په جون مياشتې کې يې نږدې پنځه روپۍ او مې مياشتې کې يې څه ناڅه نهه نيمي روپۍ اضافه کړې وه.

له کله نه چې تحریک انصاف ګوند په مرکز کې واک ته رسېدلی ۷ ځله یې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې اضافه کړې ده.

XS
SM
MD
LG