د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو نرخونه بیا وختل


د پاکستان حکومت د پیټرولو او ډیزولو نرخونه زیات کړي دي. په یکشنبه د وفاقي حکومت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پيټرول او ډیزل ۶ روپۍ او د خاورو تېل درې روپۍ پر یوه لیټر ګران شوي دي.

د عمران خان په واکمنۍ کې د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته له دې وړاندې هم د تیلو، ګېسو او بجلۍ نرخونه زیات کړل شوي دي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د تېلو بیې یې په نړیوال بازار کې د نرخونو لوړیدو له وجې زیاتې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG