د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ اوکراين ته د پوځي مرستو پر بندولو غور کوي


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

لوېديځې رسنۍ وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اوکراین ته د ۲۵۰ مليونو ډالرو پوځي مرستو پر بندولو غور کوي. پر دې خبره د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو غړیو نيوکې کړي دي.

پولیټيکو او رویټرز خبري اژانسونو د امریکايي انتظامیې د لوړپوړو چارواکو له خولې ويلي چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د مرستې د پروګرام د بیا جاج اخیستو امر کړی دی. اوکراين دغه مرستې په ختیځ کې د روس پلوه بیلتونپالو پرضد د جنګېدو لپاره کاروي.

پولیټيکو د اګست پر ۲۸مه وویل چې د بیا جاج مقصد دا باوري کول دي چې پیسې د امریکا په ګټه کارول کېږي. د دې معنا دا ده چې ولسمشر ټرمپ یې پر بندیز غور کوي.

سپینې ماڼۍ لا د دې راپور په اړه څه نه دې ويلي، خو د ډیموکراټ ګوند سېنېټر ډیک ډربن وویل چې دا ګام به د اوکراین اوږد مهاله ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG