د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امام خمېني خلايي مرکز کې توغندى چاودلى


ايرانی توغندی (ارشيف)
ايرانی توغندی (ارشيف)

یو ایراني چارواکي ویلي چې په امام خمېني خلايي مرکز کې یو توغندی تر پلان شوې ازموېنې وړاندې چاودلی دی. په ښکاره ډول دا په روان (۲۰۱۹م) کال کې په هېواد کې د توغندۍ د ازموينې درېیمه ورته پېښه ده.

رویټرز خبري اژانس د یو ایراني چارواکي له خولې ويلي چې دغه پېښه د تکنیکي لاملونو له امله وشوه خو د دوی ځوان ساینسپوهان د مسلې پر حل کار کوي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط اژانس ته دا خبره وکړه او نور معلومات یې ور نه کړل.

یو ناڅرګنده امریکايي چارواکي هم د ایران په سیمنان ولايت کې د ازموینې د ناکامۍ خبره کړې.

امریکا پر ایران تور پورې کوي چې اټومي وسله تر لاسه کول غواړي خو تهران یې ردوي.

XS
SM
MD
LG