د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران پلوې وسله والې ډلې "حزب الله" بندیزونه اعلان کړي

د حزب الله وسله وال (ارشيف)
د حزب الله وسله وال (ارشيف)

امریکا په لبنان او عمان کې د ایران پلوې وسله والې ډلې حزب الله پر تمویل یو لړ بندیزونه اعلان کړي.

حزب الله د اسراییلو مخالفه ډله ده. د امریکا د مالي چارو وزارت بېګا (د اګست پر ۲۹مه) وویل، پر لبنان مېشته جمال ټرسټ بانک ((د حزب الله د ناقانونه مالي او بانکي فعالیتونو)) سره د ملاتړ پر سر بندیز لګوي. له دې اقدام سره جمال ټرسټ د ځانګړو نړیوالو ترهګرو لېسټ ته اچول شوی دی.

د مالي چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د لبنان له مرکزي بانک او نورو ادارو سره له نږدې کار کوي چې د هغه هېواد ((د بانکي نظام یووالي او ثبات خوندې وساتي.))

بیان دا هم ویلي چې په عمان کې پر هغو کسانو بندیزونه لګوي چې ((پرې تور دی، د ایران د قدس ځواک له لوري په غزې تړانګه کې حماس ډلې ته د پیسو رسولو لپاره د منځګړو په توګه کار کوي.))

قدس ځواک د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک برخه ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG