د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې سلګونه زده کوونکي له لوړو زده کړو بې برخې شوي


زیاتره زده کوونکي د پېښور پوهنتونونو او کالجونو ته ورځي
زیاتره زده کوونکي د پېښور پوهنتونونو او کالجونو ته ورځي

پراګ ـ ۱۵ کلن سهېل عباس د باجوړ یو له هغو ځوانانو څخه دی چې سږ کال د لسم یا میټرک په امتحان کې کامیاب شوی دی خو د نور تعلیم لپاره ورته په کالج کې داخله نه ده ورکړل شوې.

سهېل وایي، غواړي ډاکتر شي، خو د داخلې نه کېدو له وجې خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی:

"ما په لسم کې ۸۰۶ نمبرې اخیستي دي، خو داخله را نه کړل شوه، داسې ښکاري چې سبق به پرېږدم. زما د یو بل [ټولګیوال] نمبرې [راڅخه] زیاتې دي، هغه راته بېګا وویل چې داخله ورته مېلاو نشوه، داسې ښکارېده لکه نور سبق ترې پاتې شي."

په باجوړ کې سږ کال نېږدې ۴،۰۰۰ زده کوونکو د لسم یا میټرک امتحان کې کامیاب شوي دي.

په هغه ضلع تر لسمه د سکولونو شمېر زیات دی خو د لوړو زده کړو لپاره پکې یوازې درې کالجونه دي.

۳،۶۱۲ زده کوونکو درخواستونه جمع کړي ول، په دې کې ۱،۸۵۹ هلکانو ته داخله ور نه کړل شوه
ریحان زېب

د باجوړ د ځوانانو د تنظیم مشر ریحان زېب چې درې واړه کالجونو ته د داخلې لپاره د ورغلیو زده کوونکو شمېر یوځای کړې او د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر ته یې په دې لړ کې لیک استولی وایي، له درې نیمو زرو څخه زیاتو زده کوونکو د داخلې درخواستونه جمع کړي ول، خو پکې له نیمايي زیات له داخلو اخیستو بې برخې پاتې شول:

"۳،۶۱۲ زده کوونکو درخواستونه جمع کړي ول، په دې کې ۱،۸۵۹ هلکانو ته داخله ور نه کړل شوه."

باجوړ اووه تحصلیونه او نېږدې ۱۲ لاکه نفوس لري.

د بر خلوزو کالج یو پروفیسر لیاقت خان وایي، هر کال له حده زیات زده کوونکي ورځي.

هغه وایي، اوس هغه خپله په یو کلاس یا ټولګي کې ۴۲۲ زده کوونکو ته سبق ښيي.

دی وايي: "[له] باجوړ سره په خوا دیر ضلع ده، د هغې ابادي له باجوړه کمه ده خو له ۲۰ زیات هایر سېکېنډري سکولونه او له ۱۰ زیات کالجونه پکې دي خو په باجوړ کې بیا درې کالجونه او یوازې یو سیکنډري سکول دی."

پروفیسر خان وایي، په کالجونو کې تر ماسپښین وروسته نور صنفونه یا کلاسونه له پيلولو سره هم ستونزه په عارضي ډول حل کېدای شي خو په هغه صورت کې یو زده کونکې باید هر کال له ۱۵،۰۰۰ څخه تر ۳۰ زره روپیو پورې فیس ورکړی، چې زیاتره زده کوونکي یې د ورکړې توان نه لري.

صوبې ته مې ویلي چې د بونیر،سوات او نورو ضلعو په شان موږ ته په باجوړ کې هم په کالجونو کې د دویم شفټ اجازه راکړي، چې اجازه راکړي نو سمدستي یې شروع کوو
عثمان مسود

د باجوړ ډېپټي کمېشنر عثمان مسود وایي، د زده کوونکو ستونزه یې جدي اخیستې او د حل لپاره یې ځینې ګامونه اخیستي:

"په باجوړ کې په ناوګۍ، خار او بر خلوزو کې درې کالجونه دي، دا کم دي. د تعلیم د صوبایي محکمې په حکم مو په هر کالج کې ۲۵ فیصده کوټه زیاته کړه، ځینې زده کوونکي به له دې سره کالجونو ته لاړ شي. بل ما صوبې ته ویلي چې د بونیر، سوات او نورو ضلعو په شان موږ ته په باجوړ کې هم په کالجونو کې د دویم شفټ اجازه راکړي، چې اجازه راکړي نو سمدستي [یې] شروع کوو."

په باجوړ کې نوی تعلیمي کال د سېپټېمبر له لومړۍ پيلېږي.

مسود زیاتوي، باوري دی چې د تعلیمي کال په لومړنیو څو اوونیو کې به له داخلو پاتې شوي ځوانان په کالجونو کې ځای کړي.

XS
SM
MD
LG