د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي: له هند سره د هوايي لارې تړلو پرېکړه نه ده شوې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي

پراګ - د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له هند سره د هوايي لارې تړلو خبره رد کړې او ويلي يې دي چې حتمي پرېکړه به وزيراعظم کوي. نوموړي دا خبره د اګست پر ۲۸مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وکړه.

(( زما له معلوماتو سره سم تر اوسه پرېکړه نه ده شوې. په دې لړ کې به له سوچ او مشاورت وروسته حتمي پريکړه کېږي. د دې هر يو اړخ به کتل کېږي او پرېکړه به د پاکستان وزيراعظم کوي. په رسنيو کې چې کوم خبرونه دي هغه ټولې ګنګوسې دي.))

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې له هند سره د هوايي لارې تړل يو له هغو وړانديزونو دی چې غور پر روان دی. ډاکټر محمد فيصل نن په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته وويل چې پر دې مسله پر لوړه کچه خبرې روانې دي خو لا هم حتمي پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او وياند دا څرګندونې له هغه وروسته کړي چې د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجي وزير فواد چودري د اګست په ۲۷مه د وفاقې کابيني له غونډې وروسته پر ټويټر ليکلي و چې وزيراعظم عمران خان له هند سره د هوايي قلمرو په بشپړه توګه تړلو پر پرېکړه غور کوي. د نوموړي په خبره د دې پريکړي لپاره پر قانوني اړخونو غور روان دی.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت د هند تر واک لاندې کشمير ځانګړي اييني حيثيت ختمولو په غبرګون کې له نوي ډيلې سره سفارتي اړيکې محدودې کړې دي او تجارتي تعلقات يې ځنډولي دي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي شايق حسېن مشال راډيو ته ويلي دي چې د کشمير پر مسله د واکمن تحريک انصاف ګوند وزيرانو ترمنځ د رابطو نيشتوالی موجود دی ځکه داسې بيانونه مخي ته راځي.

((له داسي لانجمنو بيانونو څخه د ځان ساتلو اسانه لاره دا ده چې پر دې مسله درې کسان وټاکل شي چې سفارتي کاري تجربه لري او لږ خبرې کوي. حکومت ته پکار ده چې هر چا ته اجازه نه ورکوي چې پر دې مسله بيانونه جاري کړي.))

بلخوا په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، له هند سره د هوايي قلمرو تړلو ګټې لږ او تاوانونه ډېر دي.

((له هند سره نورې لارې هم موجود دي. که چيرې پاکستان فضايي حريم وتړي نو نوی ډيلی به د سمندر له لارې اروپا او نورو هېوادونه ته پروازونه کوي. د هند اقتصاد ته د دې زيات زيان نه رسېږي. البته د پاکستان هوايي شرکت له مخکې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او که چيرې هند فضايي حدود وتړي نو پاکستان ته به زيان ورسېږي.))

د نوموړي په خبره د حکومتي چارواکو بيانونه د خپل خلکو دوکه کولو په معنا دي.

د هند حکومت د اګست پر پنځمه د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړی و. له هغه وروسته د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي وې. پاکستان وايي هند له نړيوالو قوانينو سرغړونه کوي خو نوی ډيلی وايي، دا يې کورنۍ معامله ده.

XS
SM
MD
LG