د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: پاکستان پر هند د هوايي لارې د تړلو جاج اخلي


فواد چودري (ارشېف)

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوژۍ وزیر وایي،وزیراعظم عمران خان د هند په وړاندې د پاکستان هوايي حدود او د افغانستان سره د هند د سوداګرۍ د مځکنۍ لارې پر تړلو غور کوي.

فواد چودري د اګست پر ۲۷ مه پر ټویټر لیکلي چې د کابینې په غونډه کې د دې وړانديزونو د عملي کولو او په دې لړ کې د قانوني جایزې په اخیستو د غور کولو وویل شو.

پاکستان روان کال له فېبرورۍ تر جولایي میاشتو خپله هوایي مشرقي لار تړلې وه چې نه یوازې ترې ځینې هندي پروازونه ، بلکې د پاکستان ځینې خپل او له افغانستانه هند ته تلونکيو پروازونو باندې هم اغېز پریوتې و.

په روانه میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوې چې نوي ډیلي د اګست پر پنځمه نېټه تر خپل واک لاندې کشمیر نيمه خپلواکه حثیت ختم کړ.

تبصرې وګورئ (۱)

XS
SM
MD
LG