د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ چارواکي: د ولسمشر دفتر مو د پاکستانيو توغنديو په تلفاتو خبر کړ


د افغانستان د کونړ ولايت د والي مرستيال وايي، په دانګام ولسوالۍ کې يې د پرونۍ (د اګست ۲۸مې) پېښې په اړه په کابل کې د دلسمشر دفتر ته خبر ورکړی دی.

پرون په دې ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د ويشتل شوي توغندي په چاودنه کې درې ماشومان ووژل شول او شپږ ماشومان ټپيان شول.

د والي مرستيال ګل محمد بيدار په دې اړه پرون ناوخته مشال راډيو ته د پېښې د مرګ ژوبلې حال ورکړ او دا يې هم وويل چې د افغان ولسمشر دفتر ته يې په د پېښې حال ورکړی او د هغوى لارښوونې ته په تمه دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارتي ماموريت ويلي چې دوى د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه د اګست پر ۲۲مه امنيت شورا ته شکايت وړاندې کړى و.

د کونړ چارواکي وايي په تېره يوه مياشت کې د پاکستان له خاورې د کونړ پر ختځيو سيمو تر ٧٠٠ زيات توغندي ويشتل شوي دي.

پاکستان وایي چې افغانستان په پوله د ډزو د وروستیو پیښو په اړه / حقیقتونه په سمه توګه نه وړاندی کوي.

بلخوا د اګست پر ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي یو بیان کې د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي چې وسله وال د پولې له هغې خوا څخه ترهګر بریدونه کوي او پاکستاني ځواکونه ورته د خپلې دفاع لپاره ځواب وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG