د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذ روس هوايي شرکت د بوينګ کمپنۍ پرضد مقدمه کوي


بوينک ۷۳۷ الوتکه (ارشېف)
بوينک ۷۳۷ الوتکه (ارشېف)

په روس کې د الوتکو د اجارې دولتي کمپني د الوتکو جوړونکي شرکت بوینګ خلاف په دې تور مقدمه کوي چې شرکت د خپل مساپر وړونکې الوتکې 737 میکس نیمګړتیاوې پټوي.

د روسټيک اویا کیپيټل سروس کمپنۍ په کال ۲۰۱۲ کې د۳۵ الوتکو اخيستو تړون کړې ووخو اوس يې ځنډول غواړي چې ۳۵ ملین ډالره دې سره له سوده واپس کړل شي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې دغه کمپني د خپل تاوان په لړ کې ۷۵ ملین ډالره هم د جرمانې په توګه اخیستل غواړي.

دغه مقدمه د امریکا په ایلينوای ریاست کې چېرته چې د بویینګ شرکت مرکز دې، د میکس الوتکې اخستونکي لخوا په یوه عدالت کې درج شوې ده.

دا د بوینګ میکس الوتکې د راغورځېدو د پېښې وروسته لومړۍ ځل دی چې د شرکت یو اخستونکي یې خلاف یوه مقدمه کړې ده.

د پنځو میاشتو په موده کېد بوینګ الوتکې راپریوتو په دوه پېښو کې ۳۴۶ کسان مړه شوي ول.

XS
SM
MD
LG