د برازیل ولسمشر د فرانس له ولسمشره د بښنې غوښتنه کړې ده.
جایر بولسونارو له دې وړاندې چې د امازونپه ځنګلونو کې د لګیدلو اورونو د وژنې لپاره د جي اووه هیوادونو له لوري د 22 میلونو ډالرو مرستې په منلو غور وکړي وویل چې لومړی دې مېکخوا ده ته اړول شوی سپکاوی بېرته واخلي.
نوموړی د اګست پر ۲۷ مه وویل ،ایمانيول مېکخوا دی( دروغجن)بللی دی.
بولسونارو زیاته کړه چې په امازون کې زرګونه ځایه د لګېدلو اورونوپه اړه د تبصرې پر مهال مکرون د برازیل ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د امازون په ځنګلونو کې د اور لګیدو وروسته د فرانس او برازیل ولسمشرانو پر یوبل لفظي بریدونه کړي و.
مېکخوا وايي، په امازون کې لګیدلی اور یو نړیوال بحران دی او د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو وروستۍ سرمشریزه کې وغوښتل چې دې لور ته پام وکړي. په سرمشریزه کې مشران په دې سلا شول چې په امازون کې د لګیدلو اورونو سرهد مبارزې لپاره به لوژېستیکي او مالي مرسته برابروي او د دې لپاره یې په سمدستي توګه د 22 میلونو ډالرو د ورکولو وړاندیز وکړ.