د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو د نيونو لړۍ روانه ده


په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې جلسې عکس
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې جلسې عکس

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پوليسو په روانه يوه اوونۍ کې په جنوبي وزيرستان، پېښور، سوات، ټانک، کوټه او اسلام اباد کې د دوی يوشمېر غړي نيولي دي.

پوليس وايي پر دې غړو د رياست ضد د نعرو وهلو او ټولنيزو رسنيو کې د فعاليت تورونه دي، خو پي ټي اېم وايي چې دوی د رياست پر ضد هلې ځلې نه کوي بلکې اييني او قانوني غوښتنې لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، دا وخت يې څه باندې ۲۵ مشران او غړي په جيلونو کې دي او لسګونه نور د حکومت لخوا تنګول کيږي.

د غورځنګ يوې مخکښې ثنا اعجاز د اګست په ۲۷ مه مشال رېډيو ته وويل چې د سېشنبې پر ورځ هم د دوی يوشمېر ملګري پوليسو نيولي دي.

هغې ژياته کړه،

رياست په خپل چلند ځان ته په لوی لاس دښمنان زياتوي.
شميم شاهد

(يو د سوات ادريس باچا دی چې په حيات اباد تاڼه کې تر دوو ورځو تېرولو وروسته يې نن (سېشنبه) جېل ته بوتلی. شيراز مومند يې په اټک کې نيولی. زموږ د پېښور فعاله ملګری ډاکټر عبدالحی وزير يې نن د پېښور جېل ته په جوډيشل ريمانډ ولېږلو او قاسم خان اڅکزی په بلوچستان کې نيول شوی)

په پېښور کې د سيمييزو چارو پوه شميم شاهد وايي، له پي ټي اېم سره د رياست دغه چلند سم نه دی.

نوموړی وايي، د پاکستان حکومت او پوځ دواړه مني چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې جايزې دي نو بيا پکار ده چې دې ته زر تر زره عملي شکل وکړل شي. شميم شاهد زياتوي چې رياست په خپل چلند ځان ته په لوی لاس دښمنان زياتوي.

هغه زياته کړه،

((د پي ټي اېم غړي پاکستانيان دي او بايد له دوی سره د خپلو وګړيو په څېر چلند وشي. دوی د هېواد دښمنان نه دي بلکې ښه يې غواړي))

بايد چې پي ټي اېم او رياست دواړه د يو بل پرضد له اقداماتو ډډه وکړي.
قيصر محمود

خو په کراچۍ کې خبريال قيصر محمود وايي چې د پي ټي اېم او رياست دواړو تګلارې ناسمې دي.

نوموړي د اګست په ۲۷ مه مشال رېډيو ته وويل، پښتون ژغورنې غورځنګ ته د رياست خلاف نعرې نه دي وهل پکار او په خبره يي چې بايد رياست هم د پي ټي اېم د غړو نيول بند کړي.

(( زما په خيال که دواړه خواوې په خپلو کې سره کښېني او يوه لاره راوباسي نو ښه به وي. بايد چې پي ټي اېم او رياست دواړه د يو بل پرضد له اقداماتو ډډه وکړي. نن سبا چې ملک له کومو مسيلو سره مخ دی نو په داسې حالاتو کې ډېرې داسې خبرې نشي کېدای ، کومې چې به په عادي حالت کې کېدلې. ډېرې داسې انديښنې وي چې په رياست او افرادو داسې کارونه وکړي کوم چې د کولو نه وي نو زه د پي ټي اېم د رويې او بيا د پوليسو له خوا د دوی د غړو ورکولو يا نيولو ستاينه نه کوم)

پښتون ژغورنې عورځنګ د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه په مېرامشاه کې جلسه.
پښتون ژغورنې عورځنګ د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه په مېرامشاه کې جلسه.

پښتون ژغورنې غورځنګ له رياسته غوښتنې لري چې ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړل شي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول بند کړل شي، سيمه دې له ماينونو پاکه کړل شي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو مالومولو لپاره یو کمېشن جوړ کړل شي.

بل خوا حکومت وايي د دغو غوښتنو په پوره کولو يې لاس پورې کړی.

XS
SM
MD
LG