د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم رحمت شاه مسید خوشې خو نظیف لالا ګرفتار


عکس له ارشیفه: په ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه. ۲۰۱۹ز کال ۱۳م جنوري
عکس له ارشیفه: په ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه. ۲۰۱۹ز کال ۱۳م جنوري

په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی رحمت شاه مسید پرون په ضمانت له زندانه خوشې شو.

کوټکي ته تر رسېدو وروسته نوموړي مشال راډيو ته وویل چې د اګست پر اتمه نېټه یې په بنو زندان کې د ضمانت اورېدنه وشوه. دی په قبایلي سیمو کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال نیول شوی وو او شاوخوا ۵۰ ورځې په بند کې وو.

رحمت شاه مسید له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: ''دوی تر ایین او قانون لاندې حق غواړي او هر څوک چې ظلم کوي د هغوی خلاف به اواز جګوي.''

مسید وویل، د اییني حقونو لپاره مبارزې ته به دوام ورکوي. زموږ له خبریال سېلاب مسید سره په خبرو کې د ده وینا وه چې اوس هم د پي ټي اېم یوشمېر غورځنګیان د پاکستان په جېلونو کې دي: ''ملا طاهر په ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان کې بندي دی، بلال وزیر، زبېر وزیر او یو بل ملګری په هریپور زندان کې دي. په واڼه کې له عارف وزیر سره چې کومو څلوېښتو ملګرو ګرفتاري ورکړې وه هغوی په ډي ای خان سېنټرل جېل کښې دي.''

رحمت شاه مسید د غورځنګیانو نیولو په اړه وویل: ''دوی تر ایین او قانون لاندې حق غواړي او هر څوک چې ظلم کوي د هغوی خلاف به اواز جګوي. دی وايي که دا ملک، دا ادارې دوی په جېلونو ډاروي نو د ده په خبره دوی کله هم له جېلونو نه ډارېږي. موږ خپل سرونه د خپل قام لپاره او د مظلومانو لپاره وقف کړي دي. موږ وړاندې هم جېلونه تېر کړي بیا به یې هم تېروو. او جېلونو ته به په فخر ځو.''

بندي نظيف لالا به د بالاحصار پر خښتو جمهوريت زنده باد ليکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


مسید وویل له خنډونو سره سره به د خپلو ملګرو د راخوشېکولو لپاره خپله اییني مبارزه جاري ساتي. د اګست پر اتمه نېټه چې څنګه رحمت شاه مسید راخوشېکړل شو نو ورسره سم په همدغه ورځ د خیبر پښتونخوا پولیسو په هشتنغر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخکښ محمد نظیف چې په سیاسي کړیو کې د نظيف لالا په نوم شهرت لري ګرفتار کړ. نوموړی د جنرال ضياوالحق د مارشلا ضد مبارزې پر مهال څو واره زندان ته اچول شوی دی.

د مشال راډيو په جمهوري غږونو خپرونه کې د هغه وینا وه چې دی د پېښور د قلعه بالا حصار په هغه کوټه کې ساتل شوی وو چې پکې يو وخت د بنګله دېش پخوانی وزيراعظم شيخ مجيب الرحمن هم قيد وو.

XS
SM
MD
LG