د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو کاندیدانو د انتخاباتو پر ځنډېدو ناهیلي ښودلې


د خیبر پښتونخوا له قبایلي ضلعو صوبايي اسمبلۍ ته ولاړو ځینو امېدوارانو د انتخاباتو پر ځنډېدو ناهیلي ښودلې ده.

دوي پرون له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې حکومت په یادو سیمو کې د خپلې ناکامې کارګردګۍ پټولو لپاره دا انتخابات ځنډولي دي.

دوي وویل که حکومت پر دویمه ټاکلې نېټه هم انتخابات ونکړل نو پرضد به یې احتجاجونه کوي.

د پاکستان الیکشن کمېشن وايي په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ چوکیو لپاره انتخابات وځنډول شول.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي الیکشن کمېشن ویاند سهېل احمد د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل په اسلام آباد کې د قبایلي ضلعو د انتخاباتو په اړه غونډه کې فیصله وشوه چې دغه ټاکنې به د جولای دوهمې پرځای د جولای پر ۲۰ مه نېټه کېږي.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن دغه غونډه د خیبر پښتونخوا حکومت د هغه درخواست په رڼا کې راغوښتې وه چې د امنیتي وجوهاتو او په انتظامي کارونو کې د شته ستونزو پر بنیاد دې د قبایلي ضلعو انتخابات و ځنډول شي.

د کمېشن په غوڼده کې د کورنیو چارو وفاقي وزیر، د خیبر پښتونخوا حکومت، صوبايي الیکشن کمېشنر او نور چارواکي ورغوښتل شوي ول.

انتخاباتي کمېشن د مې پر شپږمه اعلان کړی وو چې په خیبر پښتونخوا کې ضم شویو قبايلي ضلعو کې به د صوبايي اسمبلۍ پر ۱۶ څوکيو انتخابات د جولای پر دوهمه نېټه کېږي.

په دې اړه وار له مخه کانديدانو درخواستونه جمع کړي او په قبايلي ضلعو کې انتخاباتي کیمپېن هم پیل شوی دی، که څه هم د اوس لپاره ټاکنې ځنډول شوې خو دا به وروسته جوته شي چې ټاکنې د جولای پر اوسنۍ ټاکلې نېټه کېږي که څنګه؟

د قبایلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ کاندیدانو ته انتخابي نښې ورکړل شوې

'علي او محسن دې اسمبلۍ ته راوستل شي'

ځینو ښارونو کې د پي ټي اېم لاریونونه

قبایلي ضلعې دا مهال له ډېر لوی سیاسي، انتظامي، عدلي او اقتصادي بحران سره مخامخې دي. له انضمامه پس هلته د اصلاحاتو راوستو هېڅ څرک نه ترسترګو کېږي.

که څه هم د سږني کال د مې پر ۱۳مه نېټه د پاکستان قامي اسمبلۍ په متفقه توګه ۲۶م ايني ترميم منظور کړی چې پکې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د څوکيو زياتولو غوښتنه شوې ده خو له سېنېټه یې لاهم منظوري نه ده شوې. که یې له هلته هوکړه ترلاسه کړه نو بیا به یې صدر لاسليکوي او ایین برخه جوړېږي.

د ۲۶ م اييني ترميم بل په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ چې دا مهال په پاکستاني زندان کې دی وړاندې کړی چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دې د قبايلي ضلعو څوکۍ له ۲۱ څخه ۳۰ او د قامي اسمبلۍ څوکۍ دې له شپږو څخه دوولس کړل شي.

په ایین کې د ۲۶م بدلون په اړه دا قانوني مسوده د قانون او انصاف لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ منظوره کړې وه.

XS
SM
MD
LG