راپورونه وايي ایران ښايي فضا ته د یو توغندي د استولو په مقصد د درېیمې هڅې لپاره تیاری نیسي.
د امریکا (اېن پي ار) راډیو له پلېنېټ نومې تجارتي کمپنۍ څخه د ترلاسه شویو سټېلایټ تصویرونو پر اساس دا راپور ورکړی دی.
په یوه تصویر کې چې د اګست په ۲۴مه نېټه اخیستل شوی، لیدل کېږي چې د امام خمېني په فضايي مرکز کې د راکټونو د توغولو ځانګړي لانچر ته اسماني رنګ ورکړل شوی.
پر دې لانچر د تېر ځل د ناکامې هڅې پر مهال د سوځېدو نښې پاتې وې او وران ویجاړ پروت و.
د روان کال په جنوري او فبروري میاشتو کې فضا ته د توغندیو د استولو لپاره د ایران هڅې ناکامې شوې.
داېن پي ار د راپور له مخې په یوه بل تصویر کې هغې ودانۍ ته چې ایران د خپل توغندي پرزې پکې نښلوي، نږدې د موټرو تګ راتګ لیدل کېږي.
له دې مخکې د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی و چې ایران د ۲۰۲۰م کال تر مارچ میاشتې پورې درې سټېلایټونه فضا ته د استولو لپاره چمتو کړي دي.