د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د جواد ظریف سره کتل د وخت نه مخکې خبره ده


ټرمپ د ۲۰۱۹ د اګست په ۲۶ مه د جي ۷ غونډې ته د وېنا په مهال

امریکايي ولسمشروايي، تر وخت له مخه ده چې د ايران بهرنيو چارو وزیر سره ملاقات وکړي. جواد ظريف پرون په فرانس کې د نړۍ سترو صنعتي هېوادونو جي سېون په سر مشريزه کې په ناڅاپي توګه ګډون کړی وو.

ولسمشر ټرمپ بيا ټينګار وکړ چې واشنګټن په تهران کې د رژيم بدلولو په تکل کې نه دی. ښاغلي ټرمپ زياته کړه، هغه ښه او پياوړی ايران غواړي او دوی د رژيم بدلولو په تکل کې نه دي.

نوموړي داخبرې په داسې وخت کې کړي چې د فرانس، امريکا، کاناډا، جاپان، اټاليا، برتانيا او جرمني مشران د فرانس په سېلاني سيمه بيارټز کې خپلې خبرې اترې پای ته د رسولو په حال کې دي.

ولسمشر ټرمپ وويل، له ايران سره په رښتيا هم يو چانس دی چې په رښتونې توګه خپل ملت پر پښو وردوي. هغه زياته کړه، ايران بايد هرومرو ترهګري ودوري.

د ايران او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی له هغه وروسته زيات شو چې امريکا د ۲۰۱۵م کال له جوهري تړون ووته او پر ايران يې له سره سخت مالي بنديزونه ولګول.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG