د لاسرسي ځای

تازه خبر

او آی سي: طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي


د افغانستان ولسمشر په جده کې د اسلامي هیوادونو د سازمان له مشر سره وکتل.
د افغانستان ولسمشر په جده کې د اسلامي هیوادونو د سازمان له مشر سره وکتل.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د افغانستان حکومت وايي، یوسف بن احمدالعثیمین دا خبره د اګست پر ۲۵مه، په جده کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.

په اعلاميه کې راغلي چې د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د سولې د بين الافغاني مذاکرو او د جمهوري رياست د ټاکنو ملاتړ هم کړى دى.

دا بحثونه په داسې حال کې شوي چې په قطر کې د امريکا د هيئت او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاکرې روانې دي.

ولسمشر غني په جده کې د اګست د ۲۵مې پر سهار تر دې مخکې د اسلامي پراختيا بانک له مشر سره خبرې وکړې.

دغه بانک ويلي چې غواړي د کرهنې، انکشاف او لويو پروژو د تمويل په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دغه بانک رئيس ډاکتر بندر الحجار دا خبره په جده کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، بسياينې، پانګونې او کرنې په برخو کې پر همکاريو خبرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG