د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان پوځ: اسراییلي الوتکو د حزب الله مرکزونه په نخښه کړي


د لبنان پوځ وايي، د بیروت په جنوب کې د حزب الله په مرکزونو د اسراییلو دوه ډرون الوتکو بریدونه کړي دي.

په عین حال کې د ایران ملاتړ لرونکی دې (حزب الله) ډلې ویلي، یوې الوتکې د دوی د رسنیو مرکز ته زیان رسولی دی.

پوځ د اګست پ ۲۵مه، په یو بیان کې وویل، سهار وختي دوو الوتکو د لبنان د سرښار په شاوخوا کې د هوايي حدونو سرغړونه کړې ده.

بیان زیاتوي، لومړنی ډرون غورځېدلی خو دویم په هوا کې چاودېدلی دی.

د لبنان وزیراعظم سعد حریري دا د هغه هېواد په خودمختارۍ قصدي برید بللی او زیاته کړې یې ده چې دا نوی جارحیت سیمه ییز استحکام ته ګواښ جوړوي.

د حزب الله ویاند محمد افیف ویلي، له دغو دوو ډرون الوتکو څخه یو یې چې په چاودیدونکو توکیو ډک وو، چاودېدلی چې له وجې یې د دوی د رسنیو مرکز ته زیان رسیدلی دی. نوموړی وايي، حزب الله ډلې یو ډرون هم نه دې ویشتلی.

اسراییلو تر اوسه په دې پېښه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG