د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: کابینې د مېرمنو سره د قانوني مرستې بیل منظور کړ


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د خیبرپښتونخوا کابینې د مېرمنو لپاره د قانوني مرستو د بیل منظوري ورکړي ده.

د صوبايي اسمبلۍ د بشري حقونو او قانوني چارو د قایمه کمېټۍ غړي محمد عبدالسلام د اګست پر ۲۴مه مشال رېډيو ته وویل، دا بیل به د بحث لپاره اسمبلۍ ته وړاندې کېږي او له منظورېدو وروسته به حکومت هغو ښځو ته د وکیلانو فیس په ګډون په نورو چارو کې مرستې ورکوي چې عدالتونو ته خپلې مقدمي وړي.

"هغه ښځې چې مالي ستونزې لري، حکومت به ورته د وکیل بندوبست کوي. په دې اړه پرون (د اګست پر ۲۳مه) د کابینې په غونډه کې بحث شوی او بیل منظور شوی دی . د اګست پر ۲۷مه به د صوبايي اسمبلۍ اجلاسونه پیلېږي نو په هغې کې به هم په دې بیل هم بحث کېږي."

په پېښور کې مېشته د قانوني چارو وکیله ثنا ګلزار وايي، په صوبه کې اکثره ښځې د وکیلانو د فیسونو وس نه لري او هم له دې کبله د ښځو ډیرې مسلې عدالتونو ته نه وړاندی کېږي.

"په خیبرپښتونخوا کې ګڼې داسې کورنۍ او بیا ښځې دي چې هغوی عدالتونو ته یوازې د وکیلانو د زیاتو فیسونو له وجې کیسونه نه راوړي. دلته د وکیلانو کم نه کم ۳۰ او ۴۰ زره روپۍ فیس دی او هر څوک د دې پیسو ورکول وس نه لري. د لیګل اېډ قانون سره به ښځې د کورني تشدد، له خاونده د بېلېدو په څیر کیسونه په اسانۍ سره عدالت ته راوړي."

د ښځو د حقونو مبارزه او د خوېندو کور ادارې مشره مریم بي بي بیا مشال رېډيو ته وویل، له ښځو سره د مقدمو کولو په برخه کې د حکومتي مرستو لپاره د کابینې لخوا بیل منظورېدل یو ښه ګام دی خو په عدالت کې د مقدمو کولو وروسته باید د هغو ښځو خوندیتوب هم یقیني کړل شي.

"د حکومت دا یو ډېر ښه ګام دی. هغه ښځې چې له دې قانون سازۍ ګټه اخیستی شي، هغوی به اوس خپل کیسونه عدالتونو ته راوړي او نورې ښځې چې دې ته ګوري نو هغوی کې به هم اعتماد راځي. په دې قانون سازۍ چې څوک کار کوي، باید هغوی په کلتور پوهه وي ځکه زموږ په ټولنه کې ښځې په وړو وړو خبرو وژل کېږي نو هسې نه چې ښځې عدالتونو ته راشي او بیا ورته نورې مسلې جوړې شي."

په خیبرپښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره ځېني کارکونکي دا هم وايي چې حکومت د ښځو لپاره ډیر قوانین جوړ کړي خو هغه په سمه توګه عملي کېږي نه.

XS
SM
MD
LG