د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني سعودي عربستان ته ولاړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (د اګست پر ۲۴مه) له غرمې وروسته سعودي عربستان ته ولاړ، څو د دغه هېواد له پاچا او نورو چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو دوه اړخیزې خبرې وکړي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې له افغان ولسمشر سره یو حکومتي پلاوی هم ملګری دی او د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره جلا کتنې کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې د ولسمشر غني او د سعودي چارواکو د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي، خو افغان حکومت تل د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی.

سعودي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو لږ تر لږه دوه غونډې دایرې کړي، چېرته چې ګډونوالو په افغانستان کې د جنګ خاتمه غوښتې او د سولې په راتلو یې ټینګار کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG