د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې بمي چاودنه، درې ماشومان ژوبل شوي


په مومندو کې د پولیسو چارواکو د اګست پر ۲۴مه وویل چې په «ساګي» سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې درې ماشومان ژوبل شوي دي.

پولیس وايي، دا ماشومان سهار وختي خپلو څاروو ته د ګیا راوړلو لپاره نږدې غره ته ورغلي وو چې په بمي چاودنه کې ژوبل شول.

د زخمي شویو ماشومانو نومونه بلال، افتخار او مکمل شاه دي.

پولیس وايي په دوي کې د یو ماشوم افتخار صحي وضعه ښه نه ده نو د پیښور لوی روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG