د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا يو ځل بيا دوه توغندي توغولي


د شمالي کوریا ازمايل شوی توغندی
د شمالي کوریا ازمايل شوی توغندی

شمالي کوریا نن (د اګست پر ۲۴مه) خپل ختیځ ساحل ته دوه توغندي چې د لنډ واټن بالسټیک ښکاري، توغولي دي.

دا د پیانګ یانګ له لوري د توغندیو نوې ازموینه ده چې د جنوبي کوریا او جاپان د اندېښنې سبب شوې ده.

د جاپان سمندري ځواکونو نن وویل، د شمالي کوریا له لوري یې د یوه مشکوک بالستیک توغندي ازموینه تشخیص کړې ده.

د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي دي چې پیانګ یانګ د خپل شرقي ساحل په لوري دوه توغندي توغولي دي.

که چېرته د شمالي کوریا د نننیو ازموینو خبرونه تایید شي، دا به په نږدې یوې میاشتې کې اووم ځل وي چې شمالي کوریا د توغندیو ورته ازموینې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG